إستماع • إعجاب
بی له تا زندګی چې لا اوس هم لۀ جذبو د مینې ډک دی اوس به ړنګ وي لکه جنګ وهلې سیمه خو هغه سترګې به هغسې پکې وي د ډېوو غوندې به بلې وي زلېږي شاه مئینه! تۀ د هر میئن مثال یې دلته هره مینه داسې داغل کېږي دلته هغه چې د عشق پۀ نشه پایي دلته هغه سر لۀ کاڼو نه تېرېږي بی له تا زندګی شاه مئینه! سترګې ښه ده چې ړندې وي چې یې نۀ وینې نیم وارن پلونه پۀ لار کې چې یې نۀ وینې پۀ زلفو کې سپین ډکي چې یې ونۀ وینې ګونځې پۀ رخسار کې